هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د حيات الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په په پايلوبه کې حيات الله لوبډلې خپلې سيالې لالي لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
