تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې یاران بیک لوبډلې خپلې سیالې عقابان لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
