تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې ۲۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
