تخار؛ خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلواني ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بهاوالدین ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د ياد ولايت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په جنګه تغن کلي کې د ۶۰ پهلواني ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۳۰ پهلوانو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.