تخار؛ خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو څلورم پړاو سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ ووشو څلورم پړاو سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د ینګي قلعه ولسوالۍ لوبډلې لومړی او سلطاني لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د ووشو ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.