بلخ کې د ازادو سیالیو یوولسم پړاو ترسره شو
د بلخ، کندز، سمنګان او بغلان ولایتونو د څه باندې ۳۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ازادو سیالیو یوو لسم پړاو د بلخ ولایت په کوربتوب د مزارشریف په ایګرس کمپ کې ترسره شو.
په دې سیالیو کې د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس محترم حافظ محمدالله حماد، د رزمي ورزشونو فدراسیون رئیس پنجي مراد فروز، د بلخ ولایت د آزادو سیالیو مسؤل استاد زبیر رحیمي او د ورزش یو شمېر مینه والو پکې برخه اخیستې وه.
دیادولو ده چې د دې په زړه پورې سیالیو په پایله کې د بلخ ولایت ورزشکاران وکولای شول د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړي.
