بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ له ۲۱ کلنو کم عمره د جودو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ له ۲۱ کلنو کم عمره د جودو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې د ۶۰، ۶۶ او ۷۳ وزني کټګوريو څخه يو- يو تن د بلخ ولايت د جودو د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د بلخ ولايت د جودو د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.