جوزجان کې د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مدرن کلب لوبډلې خپلې سیالې جوانان عید محله لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د کال غوره لوبډله موندل دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.