بغلان؛ جلکه ولسوالۍ کې د اته لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کدري ټيم په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۳۰
بغلان؛ جلکه ولسوالۍ کې د اته لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کدري ټيم په اتلولي پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولي له لوري د یاد ولایت د جلګې ولسوالۍ په کدري سيمه کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کدري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسيدې.

د يادو سياليو په پایلوبه کې کدري لوبډلې، جلګې مرکزي لوبډلې ته د ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ ېې دوام وکړ، ورزشکارانو ته د سالمې تفريح او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS