ارزګان: مرکز ترېنکوت ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترېنکوټ ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ له نشه يي توکو سره د مبارزې په نوم د ټېپ بال کرکټ ۱۴ اوریزې سیالۍ پیل شوې چې ۴۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د صداقت او الماس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې صداقت لوبډلې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې د درې لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه، خو الماس لوبډلې د هدف په تقیب کې ۱۱۰ منډې وکړې او سیالۍ یې د ۲۹ منډو په توپیر وبایلله.