کونړ؛ پېچدره ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په پېچدره ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سټار او ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸۱ منډو هدف وټاکه. ټایګر لوبډلې یاد هدف د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.
