کونړ؛ پېچدره ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۹
کونړ؛ پېچدره ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په پېچدره ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سټار او ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸۱ منډو هدف وټاکه. ټایګر لوبډلې یاد هدف د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د ننگرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه راښکونکي ورزشي نندارې ترسره شوې.

د ننگرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه راښکونکي ورزشي نندارې ترسره شوې.

دا نندارې د ا.ا.ا د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په شمشي خېلو سیمه کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د ټېپ بال کرېکټ سيالي ترسره شوه.

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په شمشي خېلو سیمه کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د ټېپ بال کرېکټ سيالي ترسره شوه.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر لوبغالي کې له څلورو ولايتونو ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ د ااا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په مناسبت د پهلوانۍ سيالۍ وشوې. 

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر لوبغالي کې له څلورو ولايتونو ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ د ااا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په مناسبت د پهلوانۍ سيالۍ. . .

BACK TO NEWS