خوست؛ په سپېره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ ترسره شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د ياد ولايت په سپېره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح او ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د مسلم يار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، پايلوبه يې د مسلم يار او حکيم الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، مسلم يار لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو درېيو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۳۵ منډو هدف کېښود، حکيم الله لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۱۹ منډو په توپير يې ماته ومنله.
