میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د فریزبي تشویقي سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د ورزش آمریت او فریزبي فدراسیون له خوا د چک ولسوالۍ د عربانو په دره کې د څلورو غوره لوبډلو تر منځ د یوې ورځې لپاره د فریزبي تشویقي سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د سپین غر، بیدري بازان، شاهین او احمدي لوبډلو ۴۰ تنو ورزشکارانو برخه لرله.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې د سپین غز لوبډلې د بیدري ځوانانو لوبډلې ته د ۱۵-۹ نمرو په توپیر ماتې ورکړه او بريا یې خپله کړه.
په پای کې د میدان وردګ ورزشي امریت او فریزبي فدراسیون مسوولینو له لوري ګډون کوونکي ورزشکاران وستایل شول.
