کندهار کې د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د کندهار په جمال ناصر طرزي جمنازیم کي د فوټسال غوره سیالۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.
د دې سیالیو پيلیزو مراسمو کې د کندهار د بدني روزنې او ورزس رییس محمود آغا بشر، د کندهار فوټبال فدارسیون رییس مولوي حزبالله مهاجر، د یاد جمنازیم مسوول جمال ناصر طرزي، د فوټسال په لسګونه لوبغاړو او ګڼ شمېر مینوالو حضور درلود.
د یادو سیالیو مسوول او په لاره اچونکي جمال ناصر طرزي وویل، دا سیالۍ یې د ځوانانو د هڅونې او پرمختګ په موخه په لاره اچولي، چې د کندهار ښار د بېلابیلو سیمو څخه پکې ۳۲ لوبډلو ګډون کړی او یوه اونۍ به یو دبل په وړاندي ولوبیږي.
