کندهار کې د فوټسال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۰:۱۹
کندهار کې د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د کندهار په جمال ناصر طرزي جمنازیم کي د فوټسال غوره سیالۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د دې سیالیو پيلیزو مراسمو کې د کندهار د بدني روزنې او ورزس رییس محمود آغا بشر، د کندهار فوټبال فدارسیون رییس مولوي حزب‌الله مهاجر، د یاد جمنازیم مسوول جمال ناصر طرزي، د فوټسال په لسګونه لوبغاړو او ګڼ شمېر مینوالو حضور درلود.

د یادو سیالیو مسوول او په لاره اچونکي جمال ناصر طرزي وویل، دا سیالۍ یې د ځوانانو د هڅونې او پرمختګ په موخه په لاره اچولي، چې د کندهار ښار د بېلابیلو سیمو څخه پکې ۳۲ لوبډلو ګډون کړی او یوه اونۍ به یو دبل په وړاندي ولوبیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS