زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د څلورو ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

org2_admin
Wed, Oct 28 2026 10:34 AM
زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د څلورو ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په مدرسو، ښونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري د زابل ولايت د ورزش امریت په همکارۍ په شاه جوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ د بابا هوتک، شاجوی زراعت ، هولان رباط او سور غر عالي لېسو لوبډلو ترمنځ وشوې، چې په پايله کې هولان رباط لوبډلې خپلې سیالې شاه جوی زراعت لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه په مکاتبو کې ورزش ته وده ورکول ياد شوي او د پای په مراسمو کې په مدرسو، ښونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رئيس نقيب الله الفت هم ګډون کړی و.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS