په افغانستان کې د سوک وهنې فدراسیون تاریخ

Afzal-af
تاریخچه فدراسیون بکس در افغانستان

سوک وهنه (بوکسینګ) یو رزمي ورزش دی، سوک وهنه هغه لوبه ده چې په کې دوه کسان د سوک سره په آماتور او مسلکي ‌ډولونو کې یو له بل سره مبارزه کوي.

سوک وهنه په یونان کې اوږد تاریخ لري، خو سوک وهنه په حقیقت کې په متحده ایالاتو کې پیل شوې ده، په دې ورزش کې سیالۍ معمولا د نورو رزمي لوبو په څیر په ناک آوټ یا تخنیکي ضربې سره پای ته رسیږي.

دا ورزش د نورو ورزشونو په څیر په نړۍ کې ډیر شهرت لري او په خپل تاریخ کې یې ډير اتلان ثبت کړي دي.

سوک وهنه هم په افغانستان کې خورا مشهورو لوبو څخه ده او د نورو ورزشي لوبو په څیر په افغانستان کې فعالیت کوي د سوک وهنې فدراسیون په هیواد کې یو له خورا بریالي او ویاړلي فدراسیونونو څخه دی.

د هېواد د سوک وهنې فدراسیون په ۱۳۲۴ل کال کې د میر عبدالرشید بیغم له خوا په ثقیله معارف کلپ کې تاسیس شو او په 1368ل کال کې د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې سره په رسمي بڼه ثبت او راجستر شو د دې فدراسیون مشر عبدالقیوم نیرو لطیف و، چې وروسته په ترتیب سره عزیزالله عزیزي، عزیز احمد اختري، داد محمد پاینده اختري، سید حسین انوري او عبدالله شکیب ستاري د دې ورزش مشري یې کوله‎.

د دې لوبې د پخوانیو لوبغاړو لکه عبدالرشید بیغم، عبدالقیوم نیرو لطیف ، عبدالغفور رغبت، الف محمد غیور ، عزیز الله عزیزي ، صلاح الدین صدیقي ، عزیز احمد اختري ، نجیب الله حسیني ، معروف رغبت ، عبدالحی عزیزپور و فیض محمد کارمند په څیر د مخکښو په درلودلو سره ډیری ورزشکاران یې ورزشي ټولنې ته روزلې دي.

د یاد فدراسیون د لوبغاړو شمېر په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۱۰۰زرو ته رسېږي او د عمر په بېلابېلو کټګوریو کې په دې لوبه بوخت دي د سوک وهنې د ملي لوبډلې د لوبغاړو شمېر ۱۰۸ تنو ته رسېږي.

د هېواد د سوک وهنې فدراسیون په ۲۹ ولایتونو کې فعاله څانګې لري او دغه فدراسیون په بهرنیو سیالیو کې ۶۸ د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه ګټلي دي.