پروان ولايت کې د ازادۍ فوټسال جام سيالۍ د جبل السراج پيشتازان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۵۵
پروان ولايت کې د ازادۍ فوټسال جام سيالۍ د جبل السراج پيشتازان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ازادۍ فوټسال جام په نوم، د پروان ولايت د ولسواليو او د کابل قره باغ ولسوالۍ لوبډلې په ګډون د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د جبل السراج پيشتازان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې جبل السراج پيشتازان F.C لوبډلې خپلې سيالې صلح پروان لوبډلې ته د ۶/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلو ته کپونه، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۲۳:۳۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۲۳:۱۳
Background image

لغمان کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۲۳:۱۱
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS