د باسکټبال له یوه تن روزونکي سره مرکه
غواړم همېشه د ورزش په برخه کې د ځوانانو په روزلو سره ورزش ته کار وکړم
محمد افضل کاظمی :چمتو کونکی
ایدیت کونکی: محمد عارف پیمان
ژباړن: نوید صهیب
استاد حاجي عبدالمتین فرهمند د هېواد د باسکټبال په برخه کې یوه پېژندل شوې څېره ده، ددې لپاره چې د نوموړي له سپورتي فعالیتونو څخه مو یو مختصر جاج اخیستی وي، له نوموړي سره زموږ همکار مرکه کړې چې کټ مټ پښتو شوې بڼه يې دلته درته لیکو:
ـ که څه هم د باسکټبال او نورو برخو افغان لوبغاړي د فرهمند له نوم سره بلد دي او د هغه شخصیت او وړتیاوې ورته جوتې دي، بیا مو هم وغوښتل چې ستاسو پېژندګلوي له ځان سره ولرو، که مهرباني وکړئ لوستونکو او مینوالو ته مو ځان یو ځلې وروپېژنئ!.
د لوی خدای تعالی په سپېڅلي نامه، له تاسو مننه چې د هېواد د ورزشکارانو د معرفي کېدو په لټه کې یاست. زه حاجي عبدالمتین فرهمند په ۱۳۳۴کال د کابل په ښار کې دنیا ته راغلی یم، د ماشومتوب په دوران کې مې مکتب پيل کړی، د حبیبې عالي لیسې څخه فارغ شوی یم او وروسته د ښوونکو روزنې اکاډیمي کې شامل شوی یم. پاکستان کې د مهاجرت په وخت د کیمیا په برخه کې مې لېسانس سند ترلاسه کړی.
ـ د خپلو ورزشي فعالیتونو په اړه هم یو څه ووایئ، دا چې څنګه ورزش نړۍ او باسکټبال ته راغلئ، په دې اړه که راته ووایئ !.
ـ له ورزش سره زما د مینې کیسه په حبیبیه لېسه کې زما د شاګردۍ دورې ته ورګرزي، لکه څه رنګه چې تاسو پوهېږئ حبیبیه لېسه په کابل کې داسې لېسه ده چې زده کوونکو ته یې د سپورتي فعالیت ښه زمینه برابره شوې، هلته دت ورزشي فعالیتونو تر اغېز لاندې راغلم، لسم ټولګي کې مې باسکټبال لوبه پيل کړه او همدا مې د فراخ فعالیت لپاره یو پيل وُ، البته په دې دوران کې مې له والیبال او فوټبال لوبو سره هم مینه درلوده او له ټولګيوالو سره به لوبېدم.
ـ په رسمي ډول د لوبېدو لپاره په کومه لوبډله کې شامل شوئ؟
ـ په رسمي ډول د کابل پوهنتون په لوبډله شامل شوم، هلته مو لوبډل مشر تیمورشاه انوریار او روزونکی عبدالشکور وُ، په ۱۳۵۸ کال کې د باسکټبال رسمي لوبه په پوهنتون کې ترسره شوه چې د الف او ب دوه لوبډلو کې زموږ لوبډلې لومړی مقام ترلاسه کړ.
ـ په کور د ننه او بهر کې مو څومره سیالۍ کړې او پایلې يې څنګه وې؟.
ـ په هېواد کې د ننه په ځانګړي ډول د پوهنتون لوبډله کې مې ډیرې سیالۍ کړې، په دې سیالیو کې مې ښې لاسته راوړنې درلودلې او ډیر ځلې مې لومړی او دوهم مقامونه هم ترلاسه کړي. په خارجي سطحه مې په ۱۳۵۹ کال د پاکستان هېواد کې یوازې یوه سیالي کړې.
ـ د فدراسیون د مدیریت په برخه کې مو په کومو بستونو کې خدمت کړی؟.
ـ له ۱۳۷۶ څخه تر ۱۳۸۴ پورې د فدراسیون رئیس، فني مرستیال، مالي او اداري مرستیال، او د ملي لوبډلې ترینر روزونکی وم او فعلاً باسکټبال فراسیون سره د روزنکي، سرلاري په توګه همکار پاتې شوی یم.
ـ د راتلونکې لپاره څه موخې او تګلاره په پام کې لرئ؟
ـ غواړم د عمر تر وروستیو پورې د لوبغاړو په چوپړ او رزونه کې وه اوسم.
ـ د ورزش په نړۍ کې مو تر دې دمه د شته لاس ته راوړنو په اړه راته ووایئ!.
ـ تر ټولو ویاړمنه لاس ته راوړنه مې د باسکټبال په برخه کې د ۲۰۰ شاوخوا کې لوبغاړو روزل دي.
¬ـ په دې وروستیو کې د باسکټبال لوبې حالت څنګه ارزوئ؟.
ـ یو بې مخینې بدلون راغلی او په ټوله کې د هېواد د ورزش راتلونکې ډيره روښانه وینم.
ـ له تاسو سره د ورزشي مسولینو او دولتي ادارو چلند څنګه ارزوئ؟.
ـ ډير ښه او په زړه پورې دی.
ـ د ورزش له اوسنیو مسولینو څخه مو هیلې او غوښتنې څه دي؟.
غوښتنې ډیرې دي؛ خو په لنډ ډول له مسولینو غواړو چې د معیاري لوبغالو جوړولو، د مسلکي ترېنرانو ګومارلو او د لوبغاړو معنوي هڅونې ته ډيره پاملرنه وکړي.
ـ که د ورزش یوه خاطره مو راته ووایئ!.
ـ ددې پرلپسې کلونو په اوږدو کې خاطرې بیخي زیاتې دي؛ خو د لومړي ځل لپاره د آسیا جنوبي جام سیالیو اتلولي او همدرانګه د چین ۳×۳ سیالیو اتلولي او همدارنګه د کورنیو جګړو په دوران کې د پښاور د یوه پياوړي ټيم رهبري چې د شږو کلونو لپاره د پیشاور ښار د باسکټبال اتلولي په خپلو ویاړونو کې لري، دا راته جالبې او د یادولو وړ دي. یو تاریخي نوم مو د باسکټبال نړۍ کې په ځای پرېښی چې ویاړو ورباندې.
ـ نورو لوبغاړو ته مو پیغام څه دی؟.
ـ له نورو ورزشکارانو مې غوښتنه داده چې احساسات د مسولیت ولري، له نشه یي توکو کرکه وکړي، راتلونکې ته خوشبینه، خوش اخلاقه اوسي، د خپلو استادانو او روزنکو خبرې واوري او د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره غوڅ تصمیم نیوونکو اوسي.