لوگر کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې اتم پړاو سيالۍ وشوې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د پل علم ښار په دولتي جمنازيوم کې له څلورو کلبونو د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د خپلواکۍ د څلورمې کليزې په مناسبت د سوک وهنې اتم پړاو سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې ورزشکارانو د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ناک ډاون کلب لومړی، خالد ین ولید کلب دويم او اول خان کلب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو هڅول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليری والی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.