کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کومړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په منورې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نرنګ منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د دمکلي ځوانانو او نرنګ منتخبې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه نرنګ منتخبې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٢ منډو هدف وټاکه. دمکلي ځوانانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د پنځو ویکټو په زیان ١٠٥ منډې وکړې او د ٤٦ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
