بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لېنډۍ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې لېندۍ ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې خنجر لوبډلې ته د ۰/۱ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې وگټله.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزشي ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.