بارسلونا لوبډلې لګانس ته ماته ورکړه

د اسپانیا فوتبال غوره لیګ سیالیو ۲۹مې اونۍ پر دوام؛ بارسلونا د لګانس لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شو، چې د ۱ – ۰ ګول په توپیر یې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه.
په دغه سیالۍ کې د بارسلونا په ګټه یوازنې ګول خورخه ساینز وواهه.
بارسلونا د دغې سیالۍ په ګټلو سره درې امتیازه نور هم تر لاسه کړل، چې اوس مهال له ۷۰ امتیازونو سره د جدول په سره کې ځای لري.
د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شل لوبډلو په ګډون ۲۹مه اونۍ روانه ده او لس اونۍ به نور هم دوام وکړي