د تکواندو ملي لوبډله په آزادو سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړه

د تکواندو ملي لوبډلې ١۵ کسیزه ډله د دغې رشتې اووم پړاو آزادو آسيايي سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته ولاړه.
ټاکل شوې، چې دغه سيالۍ به د پاکستان په کوربه توب د روانې فبروري له ١۴مې تر ٢٠مې نېټې پورې په اسلام آباد ښار کې د مبارزې او پومسې په برخه کې ترسره شي، چې د مبارزې برخه به یې د نویو ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو او د پومسې برخه به یې د نویو ځوانانو په عمري کټګوریو کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د G2 دغه سيالۍ د تکواندو په برخه کې د آسیا له اتلولي سیالیو وروسته مهمې لوبې بلل کېږي، چې له ٢٠ زیات هېوادونه به پکې ګډون وکړي او غوره ورزشکاران به يې د تکواندو د اتلولي نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.