هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالولي بارک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د عبدالولي بارک او رحمت کاکړ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عبدالولي بارک لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه. رحمت کاکړ لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۱۴۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۲ منډو په توپیر وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
