پکتيکا؛ په خيرکوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د نيزه وهنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ د کټواز کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې د نيزه وهنې لوبې ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه چمتو شوې وې، په پايله کې کټواز کلب لوبډلې د ۴۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، پايند خېلو لوبډلې د ۳۶ نمرو سره دويم او اتفاق لوبډلې بيا د ۳۵ نمرو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادولو وړ ده، چې د يادو سياليو يوه ورځ دوام کړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو سېرلی، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.