پکتيکا؛ په خيرکوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۰:۳۲
پکتيکا؛ په خيرکوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د نيزه وهنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ د کټواز کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې د‌ نيزه وهنې لوبې ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه چمتو شوې وې، په پايله کې کټواز کلب لوبډلې د ۴۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، پايند خېلو لوبډلې د ۳۶ نمرو سره دويم او اتفاق لوبډلې بيا د ۳۵ نمرو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د يادو سياليو يوه ورځ دوام کړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو سېرلی، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۷:۳۹
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۴۴
Background image

کندز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قچي سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۴۰
Background image

هرات؛ رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

BACK TO NEWS