پکتيکا کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د جاويد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د فوټبال سيالۍ د جاويد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، په پايلوبه کې جاويد لوبډلې خپلې سيالې عبدالله شاه لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.