ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Nov 23 2024 10:14 AM
ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کامې ځوانانو په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ګوشتې شاهانو او کامې ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د ګوشتې شاهانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه وروکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶۲ منډو هدف وټاکه. کامې ځوانانو لوبډلې د لوبې په شپږم اور کې د خپل یو لوبغاړي پّ له لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده بایسکل ورکړل شو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS