پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د سالمې تفريح برابرولو په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې غلام گل لوبډلې خپلې سيالې حد کلي لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.
