کاپیسا؛ السای ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Mon, Nov 04 2024 1:55 PM
کاپیسا؛ السای ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د السای ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د یاد ولایت په السای ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ۱۲ اوریزه سیالۍ د السای عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد چهار قوم السای لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سیالې السای عقابان لوبډلې د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د السای عقابان لوبډلې یاد هدف په یوولسم اور کې پوره او د درې ویکټو په توپير یې اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کرکټ ته د ځوانانو هڅوول و، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د کاپیسا ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS