کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
Mon, Oct 28 2024 9:17 AM
کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د خان آباد او تخار ولایت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د خان آباد ولسوالۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د خپلو څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۴۹ منډو هدف وټاکه. تخار ولایت لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره په ۱۳ اورونو کې ۱۲۲ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۲۷ منډو په توپیر وبایلله.

دا سیالۍ د ټېپ بال کرېکټ د ودې په موخه پیل شوي دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS