د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sat, Oct 26 2024 12:16 PM
د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پارولیفټینګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په زور خانه یي ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ په تک‌بنج پرس سبک کې د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ د غوره لوبغاړو په ټاکلو پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د کابل ښار له بېلا بېلو کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو، لویو ورزشکارانو او د تجربه لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۷ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه ترلاسه کړل او اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو د پای مراسمو ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مالي او اداري ریئس مولوي عبدالناصر هاشمي، د یاد ریاست د دعوت او ارشاد ریئس مولوي داد محمد بریال عطایي، د پارولیفټینګ ملي فدراسیون رهبري، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه په تک‌بنج پرس سبک کې د غوره لوبغاړو موندل او د ورزشکارانو د ظرفیت لوړول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS