کابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sun, Oct 20 2024 10:18 AM
کابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بسکټبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له دیارلسو ولایتونو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د هرات ولایت ورزشکارانو او د کابل ولایت ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د هرات ولایت ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او اتلولي یې خپله کړه، د کابل ولایت ورزشکارانو دویم او د کندهار ولایت ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې په دغو لوبغاړو کې ۱۸ تنه ورزشکاران د هېواد د بسکټبال ملي لوبډلې ته، ۱۴ تنه ورزشکاران د ځوانانو بسکټبال ملي لوبډلې ته او ۱۲ تنه ورزشکاران د نویو ځوانانو بسکټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

هېره دې نه وي د دغو سیالیو د پای مراسمو ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې فني او مسلکي سرپرست حمید الله صافی، ورزشي مشاور ګلاب الدین خپلواک، د ورزش ادارې د امریتونو مسوولین، د بسکټبال ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د هېواد د بسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بسکټبال ملي فدراسیون له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS