کابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۰:۱۸
کابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بسکټبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له دیارلسو ولایتونو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د هرات ولایت ورزشکارانو او د کابل ولایت ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د هرات ولایت ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او اتلولي یې خپله کړه، د کابل ولایت ورزشکارانو دویم او د کندهار ولایت ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې په دغو لوبغاړو کې ۱۸ تنه ورزشکاران د هېواد د بسکټبال ملي لوبډلې ته، ۱۴ تنه ورزشکاران د ځوانانو بسکټبال ملي لوبډلې ته او ۱۲ تنه ورزشکاران د نویو ځوانانو بسکټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

هېره دې نه وي د دغو سیالیو د پای مراسمو ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې فني او مسلکي سرپرست حمید الله صافی، ورزشي مشاور ګلاب الدین خپلواک، د ورزش ادارې د امریتونو مسوولین، د بسکټبال ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د هېواد د بسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بسکټبال ملي فدراسیون له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۶
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې جاوید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسلام آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۰
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یوسف خېلو اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS