ننگرهار؛ قوميزې ټايگرز لوبډلې د شينوارو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه

org_admin
Sat, Sep 07 2024 9:24 AM
ننگرهار؛ قوميزې ټايگرز لوبډلې د شينوارو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د شينوارو ولسوالۍ په ګلاهي جبگۍ لوبغالي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د اا له نظام څخه د ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د قوميزې ټايگرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د قوميزې ټايگرز او فاميلۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې فاميلۍ لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې قوميزې ټايگرز لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS