هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
Thu, Jul 25 2024 7:59 PM
هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په غازي محمد ايوب خان ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د سالم مصروفیت په موخه د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ د افغان بازانو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ د افغان بازانو او اميد ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، اميد ځوانانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې افغان بازانو لوبډلې ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

ياده دې وي، چې دغه سيالۍ به شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS