فاریاب؛ مرکز میمنې ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې شپږم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Tue, Jul 23 2024 3:28 PM
فاریاب؛ مرکز میمنې ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې شپږم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د خفیفه اتلتیک فدراسیون د استازولي له لوري او د ګوهرشاد خصوصي انسټیټوټ په مالي مرسته د یاد ولایت مرکز میمنې ښار په هوايي ډګر کې د ۵۰ ورزش کارانو ترمنځ په پنځه کیلو متري واټن کې د ځغاستې شپږم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ذاکر کوهي لومړی، احمد بلال صمدي دویم او حفیظ الله میرزايي بیا درېیم مقام خپل کړ او د یاد ولایت د ځغاستې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

یادې سیالۍ د فاریاب ولایت د ځغاستې ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه ترسره شوې او په پای کې غوره شویو لوبغاړو ته یو عراده موټر سایکل، یو سېټ موبایل او ورزشي لباسونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

هدف از برگزاری این رقابت ها شناسائی چهره های برتر برای تیم منتخب ولایت فاریاب عنوان گردیده است، و در اخیر برای ورزشکاران برتر و منتخب جوایزی همچون موتر سایکل، یک سیت مبایل و لباس ورزشی اهدا گردید.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS