غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د هدایت لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Jul 08 2024 10:04 PM
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د هدایت لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د معارف جام په نوم د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې د هدایت لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د هدایت لېسې لوبډلې خپلې سیالې فیضیه لېسې لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د زده کوونکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS