کابل کې د ١٠٠ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sat, Jul 06 2024 10:44 PM
کابل کې د ١٠٠ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د څلورو ولایتونو (کابل، لغمان، کونړ او ننګرهار) څخه د ١٠٠ تنو سوک وهونکو ترمنځ د هوتک جام په نوم د سوک وهنې اتم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې ٤٠ تنو له کابل، ٣٠ تنو له ننګرهار، ٢٠ تنو له لغمان او لس تنو له کونړ ولایت څخه ګډون کړی وو، چې له ٣٥ کيلوګرامه څخه تر +٧٥ کیلو ګرامه وزني او د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او نویو ځوانانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې.

د سياليو په پایله کې کابل د ٢٠ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ننګرهار د ١٨ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او لغمان د ١٢ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سیالیو موخه د سوک وهنې لوبې وده او د لوبغاړو ترمنځ پېژندګلوي وه، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS