غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلیمان زلمو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
Sun, Jun 30 2024 10:32 PM
غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلیمان زلمو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ د سلیمان زلمو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبه د سلیمان زلمو او مرکز پني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سلیمان زلمو لوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه. مرکز پني لوبډلې د یاد هدف په تعقیب کې یوازې ١٠٠ منډې وکړې او سیالي د سلیمان زلمو لوبډلې د ۱۰ منډو په توپیر وګتله او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په مناسبت پیل شوې وې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS