پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Tue, Jun 25 2024 11:20 AM
پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنې ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د نوي محمد يارخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د نوي محمد يارخېلو او ښرنې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ښرنې لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۱ منډو هدف کېښود، نوي محمد يارخېلو لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د دوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

دغه سیالۍ، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS