خوست؛ پکتیا اتفاق لوبډلې د فوټبال اختریز جام سیالیو اتلولي وګټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د فوټبال اختريز جام سیالۍ چې د څلورو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د پکتيا اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د خوست نبي او پکتیا اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې پکتيا اتفاق لوبډلې د ٣ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.
