غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
Sun, Jun 23 2024 9:06 AM
غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د اندړ ولسوالۍ په چهاردیوال ورزشي لوبغالي کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د فتح محمد شلګیروال لوبډلې د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، سرحدي وفادار لوبډلې د ۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د خواجه فیض ګل لوبډلې د ۹ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د نېکمرغه لوی اختر لمانځل و، چې په پای کې یې د غزني ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS