لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sun, Jun 23 2024 8:54 AM
لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز پل علم ښار کې د مرکز او ولسواليو په کچه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اټک کلپ او الهام اف سي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د اټک کلپ لوبډلې د ۴/۹ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سیالیو په پای کې د الهام ورزشي جمنازیوم مسؤولانو له لوري چې د دغو سیالیو مالي ملاتړ یې پر غاړه درلوده اتلې لوبډلې ته ۵زره افغانۍ او مډالونه او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته هم مډالونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS