پروان؛ مرکز کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له مرکز او والسوالیو د (۶۰) جوړو او ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې خراسان طلوع کلب ورزشکارانو شپږ د سرو زرو، لس د سپینو زرو او پینځه د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، بګرام کلب ورزشکارانو دوه د سرو زرو، لس د سپینو زرو او پینځه د برونزو مډالونو په ترلاسه کولو دویم او جبل سراج کلب ورزشکارانو یو د سرو زرو، اووه د سپینو زرو او پینځه د برونزو مډالونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول او د غزني ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې د غزني ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
