پکتيا; څمکنیو ولسوالۍ کې د WTF تکواندو څلورم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sun, May 19 2024 9:28 AM
پکتيا; څمکنیو ولسوالۍ کې د WTF تکواندو څلورم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۶ ورزش کارانو ترمنځ د قوش تیپې په نوم د WTF تکواندو څلورم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ماشومانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او نویو ځوانانو په عمري کټګوریو کې په دوه (الف او ب) ګروپونو وېشل شوې وې چې په پایله کې یې ب ګروپ د ۴۴ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او الف ګروپ د ۴۰ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې د ځوانانو له ډلې یاسین، د نویو ځوانانو له ډلې رشید، د تنکیو ځوانانو له ډلې عصمت الله او د ماشومانو له ډلې بیت الله غوره مقامونه وګټل.

د یادو سیالیو موخه د ورزش کارانو ترمنځ همغږي ښودل شوې ده.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS