کندز ښار کې د والیبال لومړی پړاو سیالۍ د نوجوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, May 18 2024 11:57 AM
کندز ښار کې د والیبال لومړی پړاو سیالۍ د نوجوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت ښار مرکز په کلوپ سپین زر ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ د نوجوانان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو چې درې ورځې دوام وکړ په پایلوبه کې د نوجوانانو لوبډلې خپلې سیالې لېسه جمعیت لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ۱۴۰۳ کال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل و.

د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه، توپ او ستاینلیکونه ورکړل شوه.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS