کندهار پوهنتون د پوهنتونونو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
Sat, May 18 2024 9:26 AM
کندهار پوهنتون د پوهنتونونو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وګټله

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په یاد ولایت کې د درېیوو پوهنتونونو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لس اوریزې سیالۍ د کندهار پوهنتون په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د کندهار، میرویس نیکه او ملالۍ پوهنتونونو لوبډلو ګډون کړی و.

پایلوبه یې د کندهار پوهنتون او ملالۍ پوهنتون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې کندهار پوهنتون په ټاکلو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه. مقابلې لوبډلې د هړف په تعقیب کې ۱۰۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۶۶ منډو په توپیر وبایلله.

د سیالۍ په پای کې د ورزشي مسؤولانو له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS